د افغانستان په ګټه تاریخي فرصتونه
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

                 مرګه هومره مهلت راکړه په جهان کې

چې جمدر د مدعي په وینو سور کړم ( ۱ )

خوشحال خان بابا

د نومبر په ۲۶ مه په مومندو ایجینسۍ کې د پاکستان پر یوې پوځي پوستې د ناټو برید کې د ۲۸ تنو پاکستاني پوځيانو وژل څرګندوی چې سیمه د جګړې په ډګر کې له نویو پرمختیاوو سره مخکېدونکې ده . پر پاکستاني پوځي پوستو د ناټو برید یو ځل بیا وښوده چې دا پوستې افغانستان ته د ترهګرو د مخنیوي په نیت نه دي اچول شوي لکه څنګه چې يي ایساف ، افغانستان او نړیوالو ته پنجابي واکمنان په رسنیو او خپلمنځي اړیکو کې بیانوي .

د ډېرو په اند د ډیورند پر تپلې کرښه ، د پنجابي پوځ پرتې پوستې د ترهګرو د مخنیوي په موخه نه ، بلکې افغانستان ته د ترهګرو په راوښتو کې د مرستې لپاره اچول شوي دي . په دې پوځي پوستو کې ترهګر افغانستان ته د راوښلتو په مهال وسلوال کیږي ، د جګړې مړي او ټپیان يي ددې پوستو په مټ خوندي ځایونو ته انتقالیږي او په ټوله کې دا پوستې د جګړې د شاتنې جبهې  پتوګه کارول کیږي .

د رسنیو د مالوماتو له مخې لومړی دغو پوستو ، پر افغاني او ناټو ځواکونو ډزې کړی او روسته ناټو د ډزو او برید په ځواب کې غبرګون ښودلی . بلخوا د محمود طرزي ټولنه چې یوه خپلواکه ټولنه ده وايي چې دا پوستې د ډیورند کرغیړنې کرښې دیخوا د افغانستان په لور نورې هم راوړاندې شوې وي او موخه يي داوه چې د ازموینې پتوګه وګورې چې د خپل داسې یرغل په وړاندې افغانان څه غبرګون ښۍ ؟   

لکه چې ټولو ته څرګنده ده ، د روان کال د مۍ په دوهمه د القاعده مشر بن لادین چې پنجابي چارواکو خپلې پلازمېنې ته نږدې ایبټ اباد کې ، د نړیوالو له پامه لری د اوږدې مودې لپاره پټ ساتلی و ، د پاکستاني چارواکو له خبرتیا پرته په یوه غافلګیر امریکايي یرغل کې ووژل شو . د بن لادین دا ډول مرګ د پنجابي واکمنانو دوه مخې څېره لا بربنډه کړه چې تل يي په پاکستان کې د نوموړي له شتون څخه انکار کاوه .

 دې مرګ ، د لویدیځ او امریکې او بلخوا د پنجاب ترمنځ  یو پربل د ډاډ او ویسا کمپله ټوله کړه .

د باور نور پاتېشونې هم هغه مهال له منځه لاړل چې د سیپټمبر په ۱۴ مه ، د پنجاب تر ملاتړ لاندې د حقاني یرغلګرو په کابل کې د ناټو ځواکونو پر عمومي قومندانۍ او د امریکې پر سفارت برید وکړ. اوس د هرې ورځې په تېریدو سردا اړیکې نورې هم د خړپړتیا په لور درومي او د چا خبره نور د لباس په خندا نه اخلي کوشیرونه !

 « د ۲۱ مې پېړۍ په پيل کې امریکایانو پاکستان ته یو څرګند پیغام لیږلی او ویلي و چې د ترهګرۍ  په وړاندې جګړه کې یا امریکایانو سره یوځای شۍ او که نه په بمبارۍ کې به پاکستان د ډبرو پير ته ورستون کړي . خو له یوې لسیزې راهیسې پاکستان د ځمکې پر مخ له بل هر هیواده زیات د امریکایانو په له منځه وړلو او وژنه کې ګرم ګڼل کیږي . ازادي راډیو د نومبر ۲۹ مه »

د مومندو ایجینسۍ پر پوستو له برید روسته « د پاکستان د کابینې دفاعي کمېټې پرېکړه وکړه چې افغانستان کې د ناټو ځواکونو ته د اکمالاتي لارې د بندولو ترڅنګ امریکا ته پنځلس ورځې وخت ورکړي چې بلوچستان کې له شمسي هوايي اډې څخه خپل پوځیان وباسي.

پاکستان په خپله خاوره کې د شمسي او د سند ایالت د جېکب اباد په شمول درې اډې امریکايي ځواکونو ته ورکړي..... په دې غونډه کې د دې کمېټې د غړیو ترڅنګ د پاکستان د مرکزي حکومت د کابینې غړي، د دغه هیواد د درې ګونو وسله والو قواوو مشران (هوايي، مځکنی او سمندري) او د ټولو قواوو ګډ لوی درستیز برخه درلوده . تاند»

 

همدارنګه د روستیو بمباریو په تړاو د افغانستان په اړه په یوه غبرګون کې « د پاکستان دولت اعلام کړی چې د افغانستان په اړه به هغه نړیوال کنفرانس کې چې د دیسمبر په پنځمه ، بن کې جوړیږي ګډون نه کوي . دغه پریکړه د کابیني  په هغه غونډه کې چې د پاکستان د لومړي وزیر یوسف رضا ګیلانې په مشرۍ جوړه شوې ، نیول شویده . ګران افغانستان »

بلخوا امریکا کې د پاکستان نوې سفیرې شیری رحمن د افغانستان په اړه د پاکستان د پوځ اندتوګه په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې داسې څرګندوي « کابل کې هرحکومت باید د پاکستان پلوي وي . د پاکستان له پلویتوب پرته د افغانستان په نوم هیواد ځای نه لري او دا په دې مانا چې افغانستان به د هند ، امریکا او خپله د افغانانو په ضد وي . راډیو ازادي ، د نومبر ۲۹ مه »

خو د پاکستان روستۍ څرګندونې او غورځې پرځې د پاکستان زور او ځواک نه بیانوي بلکې له هر څه زیات ددې هیواد وارختايي او نړیوال ګوښه توب څرګندوي . کېدای شي پاکستان د چین ، ایران ، روسيي او ځینې عربي کړیو ملاتړ ته سترګې نیولي وی .

 پاکستان د نومبر په میاشت کې کله چې افغانستان له هند سره ستراتیژیک تړن لاسلیک کړ ، چین سره ګډې پوځي مانورې ترسره کړې « د چین د رسنیو د رپوټ له مخې ددې هېواد او پاکستان څلورمې ګډې مانورې به په ۲۰۱۱ کال د دوستۍ په نوم پيل او د نومبر تر ۲۷مې پورې به دوام وکړي. د دې رپوټ له مخې دغه مانورې د پاکستان په خاوره کې کېږي. سورغر ورځپاڼه»

دغه هیوادونه په اوږدمهال او بل القوه توګه پاکستان سره یو څه مرسته کولای شی ، خو پاکستان همدا نن وږی او د لویدیځ او امریکا د فوري او بیړنیو مرستو پرته د سبا امید نه لري . بلخوا پاکستان ددغو هیوادونو خیالي ملاتړ د لویدیځ په وړاندې د یوې تبلیغاتي وسیلې پتوګه کاروي او لویدیځ ډاروي ترڅو پاکستان ته مرستې جاري وساتي .

همداراز که پاکستان د بن کنفرانس کې ګډون ونکړي لکه څنګه چې يي هوډ نیولی، دا هیواد به په نړیوال ډګر کې نور هم ګوښه شي . افغانستان د بن کنفرانس کې د پاکستان له ګډون پرته په ښه توګه د خپل هیواد په ګټه او د پاکستان د لا ګوښه توب لپاره ډېر څه کولای شي .

د بن کنفرانس د افغانستان د بیا ځلا لپاره ګټور فرصت دی . افغاني پلاوی باید له دې شېبې څخه د نوي افغانستان لپاره پوره ګټه پورته کړي . نړۍ به په هغه ملاتړ چې د بن کنفرانس کې به وځلیږي هیڅکه روسته په دومره کچه بیا د افغانستان ملاتړ ونه کړي . همدغه ځانګړتیاوې د افغانستان حریفان او سراښ ګاونډیان لمسوي چې د افغانستان د پرمختګ په وړاندې خنډونه واچوي چې ښه بېلګه يي د بن کنفرانس کې د پاکستان د دولت د نه ګډون اوسنۍ پریکړه ده ! 

بلخوا د پاکستان خپل منځي اختلافونه هم له چا پټ نه دي « امریکا کې مېشت یوه کاروباري کس منصور اعجاز په خپل یوه مضمون کې ادعا کړې ده چې د اسامه بن لادن تر وژنې وروسته په امریکا کې د پاکستان سفیر حسین حقاني په مرسته اصف زرداري، مایک ملن ته یو پټ لیک استولی وو. د ده د ادعا تر مخې په لیک کې دا غوښتنه شوې وه چې امریکا دې په ممکنه توګه د پاکستاني پوځ له لورې ، له څوکۍ څخه د اصف زرداري د لرې کولو مخه ونیسي. »

په ټولیزه توګه ویلی شو ، پاکستان چې د ۲۱ مې پيړۍ د غوښتنو سرچپه لار وهي ، ترهګرو څخه د سیمې د نارامۍ لپاره د خپلې وسیلې پتوګه کار اخلي او نړۍ سره دوه مخې لوبه مخې ته بیايي ، نور هم په نړیوال ډګر کې ګوښه کیږي . همدارنګه په کور دننه اقتصادي ستونځې او مالي تنګسیاوې پاکستاني ولسونه او ناوړه دولت یو بل ته په سنګر کې کښینولي . کورنۍ شخړې او کرکې د پراخېدو په درشل کې دي او پاکستان به پای کې په کورنې جګړې او بشپړې پاشلتیا ورمیلمه کړي .

له دې اړخه هم د سیمې وضعه د افغانستان په ګټه تغییر او بدلون مومی او تاریخ نوې دندې او مسولییتونه د افغانانو پر اوږو باروي !

یادونه :

( ۱ ) جمدر : کرچ ، د تورې غوندې یوه غوڅوونکې اله ده

د ۲۰۱۱ کال د نومبر ۳۰ مه

 


November 30th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات